Selanai
16-Cheegha
سوی چیغه
په انګار زړه مې د غم دانې نینې دي
خپلو سوی یم پردو نه څه ګیلې دي
خوا و شا لرې نږدې ځان ته چه ګورم
د فلک نادودې ایک پر ما پرتې دي
بخت د ډیرو دې بیدار پر مخه درومي
خو یواځې زما په برخه تورې شپې دي
چې بڼګوټي کې مې څو غوټې د ګل شي
څو سپړیږي بیا له ستوني نه یې پرې دي
خپلو غوښو ته مې باز شاهین زمری یم
لکه غرو کې چې زخمي زرکې غرڅې دي
خوار و زار لیت پیت په وینو کی لمبیږم
خپل پردۍ ! منګولې زما پر وینو سرې دي
غوښې یې وتوږلې وچ ډډ را نه شپیلي
پرهډوکو یې راته ایښي سرې چړې دې
د ګوګل له جیلخانې مې فریاد واورې
پرما سرو سپینو او شنو جوړې اسرې دي
What do you want to do ?
New mail03 Februari 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties