Selanai
تا د چا پرمخ
تا د چا پرمخ پرانستي سبا سترګې
که د ولیدې زما په ژړا سترګې
څه لوریږي دې د حسن له ذکاته
چې مې دَر ته در نیولي ګدا سترګې
ورځ په تمه د لیدو شپه په سوچونو
شوګیرو کې مې بایللي رڼا سترګې
د همزولو په ډلګي کې مې ځان بایله
ما چې ولېدې مالت کې په غلا سترګې
ځان مې هیر عقل مې وتړله کډه
چې را پریوتې پر ما د اشنا سترګې
یو ښکلا دې د بارخو نه ده اغلې
ورسره جوختې لرې د حیا سترګې
سیلنی د په رښتیا مینه کې پالي
نلري د دروی خوا او ریا سترګې
س . سیلنی
۲ ۲۰۰ - ۰۲ - ۱۳
What do you want to do ?
New mail22 Mei 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties