Selanai
پښتو
د هیواد تکړه لیکوال او تاریخ پوه ، منلي ډاکټر صیب یاد ته یې په مینه ډالۍ کوم :
پښتو
پښتو سټه د پښتو ده
ګړدود پلنې د ګل څانګې
دود یې تاندې پاڼې پانګې
که خړوبه کړې دا ونه
شي به جرړي یې ښې ودانې
چې هر څو سپړي پونډوکي
ترې تازه غوټۍ را ټوکي
غوټۍ وسپړي ګلونه
پرې ښیرازه مو شي زړونه
څومره څانګې چې غزیږي
ترې خوږې میوې ټوکیږي
که میوې غواړې له ونې
په چوپړ کې وکړې ژمنې
د پښتو د بڼ مالیاره
ځان هوډمن کړه په دې لاره
س . سیلنی
۳۱ - ۶ -۲۰۱۳
What do you want to do ?
New mailWhat do you want to do ?
New mail05 Juni 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties