Selanai
رښتینه لار
رښتینه لار
مات لوښي بیه نلري رخام وي که جانان
د ماتو زړو ارزښت به اټکل نشي په جهان
سپیڅلي مینان د مینې څوک شي پیژندلي !؟
بڼګوټو کې د زړونو چې کري هغوي ګلان
که مینه راوستل غواړې چې زړونه کړې تر لاسه
په ژمنوکې وفا لرې په هوډ کې ټینګ ایمان
وسمن ژوند کې پرې نږدې چې یاران درنه خپه شي
د زړو هندارې پرانیزې چې وګوري خپل ځان
ماڼۍ د پیرزوینو په ژوندونې کړې ودانې
د عمرمزي لنډ دي چې بیا ونکړې ارمان
انځور کړه سیلني د ژوندانه سپیڅلې لاره
هم خپله رښتیندوی دې هم رښتیا پسې روان
س . سیلنی – ۱۲ - ۷- ۱۳۷۵
What do you want to do ?
New mail25 Juni 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties