Warning: mysql_result() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home/jacob/loggy.nl/www/logs/layout.php on line 194
Loggy! A.S. Selanai - چې بې له تا م

Selanai


<< vorige | Hoofdmenu | Volgende >>

&#1670;&#1744; &#1576;&#1744; &#1604;&#1607; &#1578;&#1575; &#1605;&#1


چې بې له تا مې د ژوند  شپې تیریږي

لکه په زړه چې مې  لمبې تیریږي

مینې اغیار بیلتون ته ورکړم په لاس

ولې به ستا زړه کې  ګیلې تیریږي

د تورو شپو استاذي چیر ې زغمي

چې یې لخوا بلې  ډیوې تیریږي

 ازل اشنا له مېخانو  سره کړم

 شیخ مې له څنګه په غوسې تیریږي

ملګرو ساز سره د ترنګ جوګه شې

د مطرب شونډو کې  نغمې تیریږي

ژوند مې د عمر مزي لنډ تړلي

 لکه اوبه  څپې  څپې تیریږي

هیلي ځواني بیلتون وړیا واخیستې

په سیلني نورې  ترخې تیریږې

 ۲۰۰۳  د فبروري میاشت

 

What do you want to do ?
New mail

08 Juli 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter


Reacties
Naam
(typ de letters en cijfers over)
E-mail
:-) :-d ;-) :-o :-p (h) :-@ :-s :-$ :-( :'( :-| (a) (l) (6) (?) (!) (i) (>) (y)
Outlet NL female 140915 - 030216 468x60