Warning: mysql_result() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home/jacob/loggy.nl/www/logs/layout.php on line 194
Loggy! A.S. Selanai - نهیلي کریږې

Selanai


<< vorige | Hoofdmenu | Volgende >>

&#1606;&#1607;&#1740;&#1604;&#1610; &#1705;&#1585;&#1740;&#1686;&#1744


نهیلي کریږې

د وطن مور رانه خپه ده د غم کریږې وهي

وایي پرهر له وینو ډک زړګی مې څړیکي وهي

 ترخې کیسې غلیم  ګاونډ او د پردونه  لري

ژاړي  په لوړ کومي ګیلې خپلو بچو نه لري

ګورې که نن مې ترپښو لاندې  غلیمان رغړوي

 ما ډیر کلونه ځان پلرونکي زورواکان  کړوي

د څړیکو کریږو او زګیرویو نه مې خوند اخلي

په ویر اخته رنځو کې ښکیل دوي رانه ژوند اخلي

دلته کوربه او کوربنه  ټګان  برګیان جوړ شوي

دلته  پردو سره پلمو کې مداریان جوړ شوي 

ترغۍ تالان په وینو لیت ستي  په اور یې  کړمه  

په دښمنۍ یې کړم اخته تربور د ورور یې کړمه

 خورو ورو یه خویندو ورونو د غازیانو بچو

یه د آریا او باختر ویاړ د شهیدانو بچو  !

ما ته زما د زړګي بڼ ښکلو غاټول ګلا نو

ما ته د بڼ په غوړګو بوټو کې مې ټول ګلا نو

 یه در واري شم تاړاک وړې مور مو ننګ غواړي !

یو خوږه مینه تود یووالې څنګ تر څنګ غواړي 

نور مې پردو لاسو کې مه پریږدې چې ولوبيږم

 ښکار د لمسون سره سورکو وینو کې ولمبيږم

پاڅې یووالي کې خپلواکه اراده جوړه کړې

یوې سپیڅلې رښتیا لار ته مو وسله جوړه کړې

همدا وسله د خپلمنځیو  میني شور جوړوي

همدا وسله به هم د نن او سبا کور جوړوي

دا شعر مې  په  ۸۱ ۸۲  لمریز کالو کې کښلې پوره نیټه رانه هیره ده او تر لږ بیا رغاونې مې خپریدو ته چمتو کړ .

 په در ناوۍ . سیلنی

 


12 Juli 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter


Reacties
Naam
(typ de letters en cijfers over)
E-mail
:-) :-d ;-) :-o :-p (h) :-@ :-s :-$ :-( :'( :-| (a) (l) (6) (?) (!) (i) (>) (y)
Outlet NL female 140915 - 030216 468x60