Warning: mysql_result() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home/jacob/loggy.nl/www/logs/layout.php on line 194
Loggy! A.S. Selanai - ځار دې شم سا

Selanai


<< vorige | Hoofdmenu | Volgende >>

&#1665;&#1575;&#1585; &#1583;&#1744; &#1588;&#1605; &#1587;&#1575;&#16


What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail

ځار دې شم ساقي راشه جامونه را تیار کړه

لږ دغې رنځورې دنیاګې نه مې اوزګار کړه

ستا د دیرې خوا ته له دردو سره راغلی يم

 پام به دې پرې نیسې ګرانه دوي هم په کرار کړه

 ما که نازوې ساقي ګړۍ نیمه محفل کې

 اور واچاو غمونو ته مې ځان ورته انګار کړه

ښکاري د رقیب دغشو نښې په ټټر د خم

دې پرهاري خم نه مې ټکور د زړه پرهار کړه

دلته پردیسۍ کې مې سړه شیبه توده نه شوه

 یو نیمه توده په توده ما پردیس نه ځار کړه

 مست مې کړه ساقي چې مې یارانو سره وناڅم

 پوه مې کړې په نیمه اشنا شور مې را بیدار کړه

  نه یمه نهیلې ساقی دَور د پیمانو کې ستا

 دا دور به تیر شي خو یې نويو ته تلوار کړه

ښه ایسي محفل کې سیلنی له لیونو سره

 ته په پیمانو کې ساقي ځان راته هوښیار کړه

س . سیلنی


25 Augustus 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter


Reacties
Naam
(typ de letters en cijfers over)
E-mail
:-) :-d ;-) :-o :-p (h) :-@ :-s :-$ :-( :'( :-| (a) (l) (6) (?) (!) (i) (>) (y)
Outlet NL female 140915 - 030216 468x60