Warning: mysql_result() expects parameter 1 to be resource, boolean given in /home/jacob/loggy.nl/www/logs/layout.php on line 194
Loggy! A.S. Selanai - برخلیک

Selanai


<< vorige | Hoofdmenu | Volgende >>

&#1576;&#1585;&#1582;&#1604;&#1740;&#1705;


زما د بڼ برخلیک
زما د بڼ د بوټو تنکیو څانګو
پرخپلو وچو زنګنو
سرونه ایښي دي
او خوار ځواکه
ماشومي غوټۍ یې
د ریښکو ریښکیو
سپیرو زلفو تر سیوري
مړژواندې
راټوکیدلي دي
زما د ګلانو په مړاو څیرو کې...
تانده ښکلا ورکه ده
او پتری نیولې
موسکۍ شونډې یې
جل وهلې کوچۍ ته ورته دي
زما د کلي
شینکی آسمان
د خیرنو خړو په
لړو پوښلی دی
او شپې یې
له سپیني پرخې سره
د باروتو ایرې
اوروي
او زما د سبا پر سهارون یې
ناپیژنده کرغیړنه
بړستن غوړولې ده
اوس زما د بڼ
په سپیرو ونو کې
ترهیدلي مرغان
ځالې نه جوړوي
نور بیا - س - سیلنئ ۲۹ - ۱۰ - ۱۳ ۲۰ زیږد

31 December 2013 Permanente link Google Feed MSN Reporter


Reacties
Naam
(typ de letters en cijfers over)
E-mail
:-) :-d ;-) :-o :-p (h) :-@ :-s :-$ :-( :'( :-| (a) (l) (6) (?) (!) (i) (>) (y)
Outlet NL female 140915 - 030216 468x60