Selanai
انځور په هنž
انځور په هنداره کې
پرون مې ولیدلې !
لا مازیګر نه و قضا
غاړه مې بنده نشي
تا دې سپیره مخ
د هندارې یو ټوټه کې لیده
ډیر دې په ځیر ځیر ورکتل
هندارې ؛ ته لیدلي
لاس دې پر مخ وهلو
خوله کې دې غاښ لټوه
د سترګې ګاټي ته دې لاس ونیوه
بیا دې په چاودو ګوتو خپلې شونډې
کښې ایستلې
سر دې هندارې ته کړ هسک
غاړه ؛ مرۍ دې لیده
زیږه لاسونه دې په غاړه موږل
ټیکری دې وښویده
په شانګو وانګو ببر سر
ویښتو دې لاس وواهه
په وینو سره
د تور پیکي
د شا کمڅو ویښته دې لاس ته راغلل
تا له نهیلي زړګي سوړاویسلئ وکاږلو
ماتې هنداره کې دې بیا بیا کتل
تا دې یواځې پکې مخ ولیدو
څوک به دې شا د ګوزانو پرهارونه ګوري
پوه شوم بې وسې خورکۍ
چې بیا همغه ظالم ووهلې
س . سیلنی
۲۵ – ۰۱ -۲۰۱۴





What do you want to do ?
New mail28 Februari 2014 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties