Selanai
اسرې بربنډ
زه اسرې بربنډومه
که مې دا لیونې سر را سره نه وْ
ما به ولی د لیلا یاري ستایله
زما به څه وُ له فرهاده سره مینه
ما به څه له د آدم یاري ستایله
ما به ولې د منصور په حق ! ژړلې
ده به ولې د دار پړی ښکلولو
ما به ولې اور په خپل زړه کې کرلو
ما به ولې خپل ګوګل پرې سوځولو
اوس چې دا لیونې سر پر اږو وړمه
خامخا به دا اسرې بربنډومه
لیوني د زمانې را پارومه
په نارو مې دا ویده راو ویښومه
د خلیل لوبې نمرود سره کومه
سره ګلونه په سرکوټو کې کرمه
میخانې ته له راندانوسره ځمه
د زړو خمونو می تازه کومه
په مستي مې زاهدان را پارومه
مالیاران مې د وچ بڼ را خوځومه
له بورا سره ځولې د ګلو وړمه
خپل زاړه مذهب ته اور ورته کومه
سل کعبې تر سوو زړو کربانومه
۲۰۰۵- ۳- ۱۵ - اتریخت - هالند
28 Februari 2014 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties