Selanai
زلمو ځوانان
زلمو ځوانانو
یه ځوانانو ز
زلمو !
یه تورتم روڼو
ستر لښکرو
غږ
مې اورئ که نه
زه
در واري شم درنه
پاڅیږې !
خوبونه پریږدې
ورځ ده بدله
وخت بدل دی
پرون تیره شوله
د اوږدو شپو
له درانه خوبه
نور
ویده راویښ کړې
سترګې را وغړوې
ځیر شې
دا لار ورکی
بهیر
چیرې
درومي
موخه یې پرکومي لوري
د تلَوَلو
په کږلیچونو کې
نهیلی روان
د بد مرغیو سره
لاس
و ګریوان
وګورې
ځان
د ګړنګونو نه
ژغورلی نشي
که لاس تر لاسه نشې
هغه
دوئ
ځان سمبالولی نشي
***
یه نوښتګرو
مشال وړونکو
ځواکمن ځواکو زلمو
يو ټینګ تکل
هوډمنو ژ منو ته مو
سترګې پرلار
د نيکمرغۍ
اړین ګامونو
پیغام
زیرې راوړې
موږه مو لارې څارو
راځې راوخوځیږې !س . سېلنی
What do you want to do ?
New mailWhat do you want to do ?
New mail29 Oktober 2015 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties