Selanai
د تیږي پر مخ
شاعر پرتو نادری
ژباړونکی س .
سېلنی
د
تيږې پر مخ راوټوکیدم
د
تیږې تر څنګ مې ژوند وکړ
زما
او د تیږو تر مینځ واټن و
زما
او د ګلانو تر مینځ واټن و
زما
او د سینونو تر مینځ واټن و
زما
او د میني تر مینځ واټن و
زما
او د ژوند تر مینځ واټن و
د
تیږې پر مخ راوټوکیدم
د
تیګې تر څنګ مې ژوند وکړ
زما
او د ګلانو تر مینځ واټن ؤ
زما
او تیږو تر مینځ واټن و
نه
زه په تیږې بدل شوم
نه
هم تیږه په ګل .
ښایي
پخپله تیږه وم
چې
تیږو سره مې خبرې وکړې
د
تیږو په رازنو پوه شوم
د
فلسطین د تیږو په راز
چې
خپلواکۍ سره جوړجاړی کوي
چې
کیږي د تیږی ژوند
زما
د ټاټوبي د تیږو په راز
چې
باران سره جوړ جاړی کوي
او
کیږي پرې د تیږو باران
د
مرګ په چمبه کې
او
تویږي
ویني
، ویني
، ویني
، زما د ګل رنګو ځوانو خویندو په بې ګناهیو
25 September 2020 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties