Selanai
<< vorige
|
Hoofdmenu
| Volgende >>
خالي
What do you want to do ?
New mail
Copy
س . سېلنی
26 September 2020
Permanente link
Google Feed
MSN Reporter
Reacties
Naam
(typ de letters en cijfers over)
E-mail
Hoe werkt het? Klik hier
Begin pagina
loggy.nl Home
Weblog maken
RSS Feed
Selanai
زه او کال
Dewe mo bale
ډیوې مو بلې اوسه ېه د سبا سپینو سپیدو کاروانه ! ډیوې مو بلې اوسه شپه لا تیاره او هم اوږدې دي لارې کاروان په تورو ترږمو کې د شپو لارې ګالي د مزل مخې ته مو رویو جوړې کړي ځالې په تورو سوړو کې د لارې زیږوي خنډونه تورو بګوو؛ ځناورو سره لاس یو کړې په ګډه لارې څاري دوې د کاروان سپیني ډیوې ولي په تورو غشو چې لا تیارې کړي لارې دا پلار دښمنه د رڼا او د تیارو استازیو د ترږمو لیوانو چې څو څو وار یې کاروانونه دي داړلي او سیځلي زموږ یه د ایرو او سرو لمبو کاروانه د سوزیدولو لالهاندو لارو په ټینګ تکل کې مو د ژمنو ډیوي بلې اوسه ستومانو ستړي مه شې دغه ویده او خوبولي هم له خوبه ویښ کړې د مزل مزي به لنډیږي هم غږې سره بلې ډیوې به مو بلیږي د سبا تر سپیدو س . سرخیل - سیلنې
ګډ ګامون
nawrin- ناورین
ناورین تورې وریځې دي چې زما پر بڼ خوریږي له هر لوري پرې نېزوبې دي بهیږي هیڅ زړه سواند تندر و توپان پر گلو نکړي څو راټوکي پر ږلېو ریبل کیږي چې رېښي د تاندو څانگو كړي پرې وچې نهیلۍ کې سَوگَل بوټي ترې جوړیږي زما د بڼ تنکي نیالگي غوټۍ گلونه لکه سونگ توکي بټیو کې سوزیږي ١٦اپرېل ۰۱۵