Selanai
ځوان مړستون
ځوان مړستونونه
ویني لا وچې نه دي
په مړستونو کې مې د کلي ترشا
چې يو مهال به پکې
زما سپین سرې بوډۍ
زما شتمن او نشتمن مړي،
او ورسره د ازادۍ شهيدان،
ټولو په گډه کليوالوسره
په پت درنښت ښخول...
خو اوس ،
هغسې نه ده
په مړستونو کې مې کرلي دي دښنو
دومره مرگوني توکي
چې ښخوای پکې نور نه شو
- نن سبا-
دا بې اجله مړي،
د راتپلې جنگ جگړې
بلهاريان!!؟
س.سېلنی
۱۵ فبروري ۰۲
27 Juli 2022 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties