Selanai
پرتو نادري
شاعر پرتو نادری
ژباړونکی س .
سېلنی
د
تيږې پر مخ راوټوکیدم
د
تیږې تر څنگ مې ژوند وکړ
زما
او د تیږو تر منځ واټن وو
زما
او د گلانو تر منځ واټن وو
زما
او د سیندنو تر منځ واټن وو
زما
او د میني تر منځ واټن وو
زما
او د ژوند تر منځ واټن وو
د
تیږې پر مخ راوټوکیدم
د
تیږې تر څنگ مې ژوند وکړ
زما
او د گلانو تر منځ واټن وو
زما
او تیږو تر منځ واټن وو
نه
زه په تیږې بدل شوم
نه
هم تیږه په گل .
ښایي
پخپله تیږه وم
چې
تیږو سره مې خبرې وکړې
د
تیږو په رازنو پوه شوم
د
فلسطین د تیږو په راز
چې
خپلواکۍ سره جوړجاړی کوي
چې
کیږي د تیږی ژوند
زما
د ټاټوبي د تیږو په راز
چې
باران سره جوړ جاړی کوي
او
کیږي پرې د تیږو باران
د
مرگ په چمبه کې
او
تویږي
ویني
، ویني
، ویني
، زما د گل رنگو ځوانو خویندو په بې گناهیو
29 Juli 2022 Permanente link Google Feed MSN Reporter
Reacties