MySQL error /home/jacob/domains/loggy.nl/public_html/logs/layout.php on line 83
insert into online values
(
'',
   '',
   '1713953246',
   '18.191.5.239',
   'selanai-/'
)


Incorrect integer value: '' for column `jacob_weblog`.`online`.`userid` at row 1
URL: /
IP: 18.191.5.239
UserAgent: Mozilla/5.0 AppleWebKit/537.36 (KHTML, like Gecko; compatible; ClaudeBot/1.0; +claudebot@anthropic.com)

Post:
Array
(
)


GET:
Array
(
    [gebruikersnaam] => selanai
)


Sorry, there was an error, we are notified of the issue and will be resolved as soon as possible
Loggy! A.S. Selanai - Home

Selanai


لاهو بېړۍ


لاهو بیړې

 یه د ماتې بیړې خلکو !

په دې لړو توپانو کې

د دې هسکو غرو څپو کې

زما غږ در رسیدی شي ؟

دا غوږونه یې اوریدی شي

دې بې سره سمندر کې

مزل اوږد ساحل دې لرې

که لږ تم شوې نه رسیږې

ځان ژغوری نه شې ډوبیږې

تورو کندو کې ورکیږې

پام کوې پام به مو نیسې

لاس تر لاسه سره نیسې

د ماڼو په تمه نه شې

مټې ونغاړې مه ګورې

دا لاهو بیړې به ژغورې

دې کې میشت پردیس وګړي

دا ستومانه

ستړي ستړي

دتوپان څپو ځپلي

دوی په هیله د لیدو

د ساحل د رسیدو

س. سیلنی  ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۴ اتریخت – هالند
What do you want to do ?
New mail

18:42:01 04 Februari 2013 Permanente link Reacties (0)

سوی چیغه


 سوی چیغه

په انګار زړه مې د غم دانې نینې دي

خپلو سوی یم پردو نه څه ګیلې دي

خوا و شا لرې نژدې ځان ته  چه  ګورم

د فلک نادودې یېک  پر ما پرتې دي

بخت د ډیرو دې بیدار پر مخه درومي

خو یوازې زما په برخه تورې شپې دي

چې بڼګوټي کې مې څو غوټې د گل شي

څو سپړیږي بیا له ستوني نه یې پرې دي

خپلو غوښو ته مې باز شاهین زمری یم

لکه غرو کې چې زخمي زرکې غرڅې دي

خوار و زار لیت پیت په وینو کی لمبیږم

 ! خپل پردۍ منګولې زما پر وینو سرې دي

غوښې یې  وتوږلې وچ  ډډ را نه شپیلي

پرهډوکو یې راته ایښي سرې چړې  دې

د ګوګل له جیلخانې مې فریاد واورې

پرما سرو سپینو  او شنو جوړې اسرې دي

What do you want to do ?
New mail

23:10:58 03 Februari 2013 Permanente link Reacties (0)

پرتو نادري


شاعر پرتو نادری

 ژباړونکی س . سېلنی
 
د تيږې پر مخ راوټوکیدم
د تیږې تر څنگ مې ژوند وکړ
 
زما او د تیږو تر منځ واټن وو
زما او د گلانو تر منځ واټن وو
زما او د سیندنو تر منځ واټن وو
زما او د میني تر منځ واټن وو
زما او د ژوند تر منځ واټن وو
د تیږې پر مخ راوټوکیدم
د تیږې تر څنگ مې ژوند وکړ
زما او د گلانو تر منځ واټن وو
زما او تیږو تر منځ واټن وو
نه زه په تیږې بدل شوم
نه هم تیږه په گل .
 
ښایي پخپله تیږه وم
چې تیږو سره مې خبرې وکړې
د تیږو په رازنو پوه شوم
د فلسطین د تیږو په راز
چې خپلواکۍ سره جوړجاړی کوي
 
چې کیږي د تیږی ژوند
 
زما د ټاټوبي د تیږو په راز
چې باران سره جوړ جاړی کوي
او کیږي پرې د تیږو باران
 
د مرگ په چمبه کې
او تویږي
 
ویني
 
، ویني
 
، ویني
 
، زما د گل رنگو ځوانو خویندو په بې گناهیو





19:57:49 29 Juli 2022 Permanente link Reacties (0)

ځوان مړستو&#1606




 ځوان مړستونونه

ویني لا وچې نه دي

 په مړستونو کې مې  د کلي  ترشا

چې يو مهال به پکې     

زما سپین سرې بوډۍ

زما شتمن او نشتمن مړي،

او ورسره د ازادۍ شهيدان،

ټولو په گډه کليوالوسره

په پت درنښت ښخول... 

خو اوس ،

هغسې نه ده

په مړستونو کې مې کرلي دي دښنو

دومره مرگوني توکي

چې ښخوای پکې نور نه شو

- نن سبا-      

دا بې  اجله مړي،

د راتپلې جنگ جگړې

 بلهاريان!!؟

س.سېلنی

۱۵ فبروري ۰۲


18:50:02 27 Juli 2022 Permanente link Reacties (0)

نیاوتون


What do you want to do ?
New mail

نیاوتون

که زما پر واک کې وو د ویش زمام

ما ساقي ته ورسپاره د نیاو مقام

چې سپیڅلی زړه د ده گوگل کې رپي

نه ېې زاهد لري نه شیخ او نه امام

س . سېلنی


15:19:35 26 September 2020 Permanente link Reacties (0)

سپینه پاڼه


What do you want to do ?
New mail

 

شاعر پرتو نادری

 ژباړونکی س . سېلنی
 
د تيږې پر مخ راوټوکیدم
د تیږې تر څنگ مې ژوند وکړ
 


20:52:47 25 September 2020 Permanente link Reacties (0)

ویرنې



س.سېلنی

ويرنې

وي ترڅو به غرونه غرونه فريادونه

او د سرو وښکو رودونه

وي بهانده شپه او ورځ

د بورو ورارو او بورو ميندو

کونډو رنډو، يتيمانو يسيرانو

ويرځپلو، خويندو ورونو او پلرونو

د بېگناهو تاندلبانو، بلهاريانو، شهيدانو پرياد...

/ / /      

ترڅو به

په بمونو توغنديو  ړنگو بنگو ودانيو،

کورونو، جوماتونو او ښونځيو

له کنډوالو  ځنې درنگې رايستل کېږي

او لېږدېږي ډله ييزو مړستونو ته...

            / / /

او ترڅو به زه انځورم

 د ناخوال هېواد ولس

            -يو ويرژلی پاړکيوال-

 دغه هسې ناپای بريدي ناورينونه ناتارونه

  او پېيم  به يې وښکې وينې څاڅکي څاڅکي

د ويرنو په شلېدلي مرغلين کې!!؟

23:50:16 13 September 2020 Permanente link Reacties (0)

زه او کال


زه او کال    
کال چې هر وار
ې زړیږي
بيا له سره نوی کېږي
خوزما کال چې شي زوړ
بيا له سره نه ځوانیږي
پسرلي
  که ځي راځي هم

تگ راتگ يې

پرما نه کا  څه اغېز..
زه
خو کال تر بله زوړ شم
او کلونه راځوانېږي !
زیږوي پسرلي
بيا بيا

خو زه هسې  خپل  کالي نوي کوم

او  د خپل عمرکلونه مې شمېرم!!؟

۲۲ – ۱۱
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail
What do you want to do ?
New mail

23:25:25 29 Oktober 2016 Permanente link Reacties (0)

پرتو نادري


پرتو نادری

ژباړونکی : س. سېلنی

موږ هممداسې وژني

وړیا وړیا

وړیا دولت وړیا ښاروندان لري

او وړیا ټاټوبی
دولت د نړۍ څلورو خواوو ته وړیا غوښه  لیږدي

د  معجزې پر امسا پرلاره ځي

د خپلې ناپوهۍ تر کچې ګوډ  ګوډ  کیږي

  له موره ړوند دی چې د تاریخ په غوڅه  پزه سا کاږي

یوه  چرگه ده چې د بیان د ازادۍ پر دیوال کوټ کوټاس کوي

« کوټ کوټ دلته کوی او هگی بل ځای اچوی! »
هغه خرموره ده چې کولای شي یوازې د روزگار کنچنۍ پرې ښکار کړي

ما د ملي یووالي حکومت هغه وخت وپیژند

 چې د امرخیل په چنگاښي زیلانځ کې یې توخمه تړله

او کرزي د نومولو پر ماښام ، د دوو شیطانانو په کچه سترگک واهه

او د قره قل د ورستي پاتې شوني نسل سره یې سلا کوله

چې څنگه لا تر دې ډیرې اوبه خړې کړي

سره له دې چې د هغه قره قلی په هیڅ لید سیوری نه شي غوړولی

خو د ورځې زر وارې د غني او عبدالله سرونه وچ خریي- ۲-

کرزی ګرْم نه دی

افغانستان د نړۍ بی آبه هېواد دی

کرزی لوی سړی دی  او ځان وژونکو ورونه ته یې گیډۍ گیډۍ جنتونه وراغوندي

کله چې کوڅه پر کوڅه د سیاست قدمونه اخلي

ان لیوني کوڅه ډبه سپي ورته لکۍ ښوروي

ناچاره غني ! چې  کونډه یې هم  پر خوله پیاز نه سپینوي

او چونګښه هم د هغه په نوم سړې سمڅې ته نه ځي(٣ )

ستراندي یې د یو داسې چاقو په څیر یوې ورځې ته ترملا ځلیږي

او کرزي ته دوه لاسي  سلام ورکوي چې ځانمگری یې تر کندهاره ډیر خوښ دی !

۲- خریل = تراشیدن

۳- سمڅه = زیر زمینی  - بیماق =  زیر زمینی  سرد

  غوڅه پزه= بینی بریده ( پرېکړه پزه )

ستر انده= متفکر بزرگ

             * * * *

ما را همین گونه می کشند!

رایگان رایگان،
دولت رایگان شهروندان رایگان دارد
و سرزمین رایگان.
دولت رایگان به چهار گوشۀ جهان گوشت صادر می کند

با عصای معجزه راه می رود
و به اندازۀ نادانی خویش، می لنگد
کور مادر زادی است که با بینی بریدۀ تاریخ نفس می کشد
ماکیانی است که روی دیوار آزادی بیان قُت قُتاس می کند
« کُت کَت دلته کوی او هگی بل ځای اچوی! »
خرمهره یی است که با آن می شود تنها روسپیکان روزگار را شکار کرد

من حکومت وحدت ملی را آن گاه شناختم که در رحم سرطانی امرخیل، نطفه می بست!
و کرزی در شام نام گذاری آن، به اندازۀ دو شیطان چشمک می زد
و با آخرین بازماندۀ نسل قرقل ، مشورت می کرد
که بیشتر ازین آب را چگونه گل آلود سازد!

هرچند قرقل او بر هیچ تفکری سایه نمی اندازد
اما روزی هزار بار کلۀ غنی و عبدالله را قاق می تراشد
کرزی گناهی ندارد،
افغانستان بی آب ترین کشور جهان است!

کرزی، مردی بزرگی است و برادران انتحاری اش را بغل بغل بهشت می پوشاند
وقتی سیاست را کوچه کوچه قدم می زند
حتا سگان دیوانۀ ولگرد هم برای او دم می شورانند
بیچاره غنی! که بیوه زنی هم به نام او پیاز خورد نمی کند
و بقه‌یی هم به نام او به بیلاق نمی رود!
تفکر بزرگش چنان چاقویی برای روز مبادا در کمرگاه اش می درخشد
و کرزی را دو دسته سلام می دهد که انتحار را بیشتر از قندهار دوست دارد!


23:05:12 29 Oktober 2016 Permanente link Reacties (0)

هغه یې راوس&#157




 آنها را آوردند
نه تک و تنها
نه یک و دو
 بلکه
ګروه ګروه
 جوقه جوقه
گروهی را دیروز
جوقه ای را امروز
 و تعدادی آنها را میآورند پسانترکها
 با صلاح و رهنما
با چقماق و باروت
با هیزم خشک ارزان از خانهء خود ما
و سلاخان را می فرستند
برای بهتر سلاخی کردن
از گوشت ارزان
 تااین دهکده مسلخی باشد
برای کشتار تبسم
و ماتم سرا باشد برای مادران رنجور
 آنهم خسته از زندګی
 
و هیزم کشان بافروزند آتشی بیشتر
تا به یاد ما آرند آئین گذشته گان ما
 و این آشتکده را گرم نگهمیدارند
برای روز مبادا
 در دوسوی مرز ها
هم در اینجا هم در آنجا
 و پلیدیی باشد
 برای روفتن زندگی
برای روبیدن انسانیت
 تا آنطرف دور ها

 ۰۶-.۸ .۱۳۹۵-
What do you want to do ?
New mail

22:22:06 29 Oktober 2016 Permanente link Reacties (0)

د تیږي پر مخ


شاعر پرتو نادری

 ژباړونکی س . سیلنی
 د تیږې پر مخ راوټوکیدم
د تیږې تر څنګ مې ژوند وکړ
 زما او د تیګو تر مینځ واټن ؤ
زما او د ګلانو تر مینځ واټن ؤ
زما او د سینونو تر مینځ واټن ؤ
زما او د میني تر مینځ واټن ؤ
زما او د ژوند تر مینځ واټن ؤ
د تیږې پر مخ راوټوکیدم
د تیږې تر څنګ مې ژوند وکړ
زما او د ګلانو تر مینځ واټن ؤ
زما او تیږو تر مینځ واټن ؤ
نه زه په تیږې بدل شوم
نه هم تیږه په ګل .
 ښایي پخپله تیږه وم
چې تیږو سره مې خبرې وکړې
د تیږو په رازنو پوه شوم
د فلسطین د تیږو په راز
چې خپلواکۍ سره جوړجاړی کوي
 چې کیږي د تیږې ژوند
 زما د ټاټوبي د تیږو په راز
چې باران سره جوړ جاړی کوي
او کیږي پرې د تیږو باران
 د مرګ په چمبه کې
او تویږي
 ویني
 ، وینيPermanente link Reacties (0)

اختریزه


ماشومانه پوښتنه !
کوچنوټې لور له موره وپوښتل بیا
 پلار مې ویلې چې اختر به راشي
خواږه ؛ خواړه
 نوي کالي به راوړي
 ما ته نکریزي او
 بنګړي به راوړي
 اختر به راشي له ډالیو سره
 له سوغاتونو خوشالیو سره
 مورې ! دادا مې غولولم ولې ؟
زه یې په تمه پریښودلم ولې ؟
نن د ګاونډ کلي کوچنیانو ویل
چې زموږ کلي ته اختر راغلی
موږ ته منلی بختور سپیڅلی
هغه وې ځان سره خوږې راوړې۰۰۰
 نوې ډالۍ نوې جامې راوړې
 مورې اخترباندې څه پیښه شوی ؟
چې یې له موږه توره تیښته شوی !؟
کور مو دغم په سره تبۍ سوزيږي
د چا پر موږه اختر نه لوريږي
  ۲۱- ۲۰۰۱ کال

20:19:02 09 Juli 2016 Permanente link Reacties (0)

Outlet NL female 140915 - 030216 468x60